د بشري قواوو دانکشاف ادارې د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند انجینرانو، ټولنیز کارمندانو او د ولایتي مدیریت واحد لخوا ټاکل سوي انجینرانو ته په څلورو مهمو برخو کي روزنه ورکول سول.

د بشري قواوو دانکشاف ادارې د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند انجینرانو، ټولنیز کارمندانو او د ولایتي مدیریت واحد لخوا ټاکل سوي انجینرانو ته په څلورو مهمو برخو کي روزنه ورکول سول.

نیټه : ۹/۱۱/۱۳۹۷
نن سه شنبه د بشري قواوو دانکشاف ادارې په مجلس خونه کي د همدې ادراې لخوا د کندهار ښار د ولسي تړون ملي پروګرام د لا بهتر پلي کولو لپاره مربوطه انجینرانو او ټولنیز کارمندانو ته لازمي او مهمي لارښووني وسوې.
د روزني مخته وړونکی د همدې ادارې مشر (سینیر) انجینر نجیب الله نصرت په دې روزنه کي هغه مهیم مسایل تر پوښښ لاندي ونیول چي له لاري به يې هره پروژه په معیاري بڼه عملي سوې وي.
لومړۍ موضوع د پروژې د حفظ او مراقبت په اړه وه چي په عملي کولو سره به د همدې پروژې پایداري تضمین کړل .0
سي.
دوهمه موضوع د پروژې د طبعي افاتو د خطراتو د راکمولو مدیریت وه
ورپسې دریمه د چاپیریال ساتنه اړوند موضوع وه او په پای کي د پروژې ساتنه او مدیریت تګلاري وې چي څه ډول کولای سو د پروژې د صحیح ساتني لپاره هڅي وکړو.
ښاغلي نصرت د دې ټولو تر څنګ د شوراګانو د غړو اړوند مسؤلیتونه بیان کړل او همدارنګه ی زیاته کړل: هر هغه شورا کي چي پروژه عملي کیږي د همغي شورا اړوند ټولي کورني باېد د ولسي تړون د ملي پروګرام په اړه عامه پوهاوی ولري.
د بشري قواوو انکشاف اداره په کندهار ښار کي د ولسي تړون ملي پروګرام د همکاري مؤسسې په صفت تطبیق کوي.
(د بشري قواوو د انکشاف ادارې مطبوعاتي دفتر)