د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای د میاشتي په جریان کي د بشري قواوو دانکشاف د ادارې د( GAC-EPAC)  پروژې د کارمندانو لخوا د ماشوم څخه و ماشوم ته د شپږم قدم تر چتر لاندي د ماشوم د حقوقو اړوند کمپاینونه ترسره سول او ۳۴ کسانو ملاامامانو او د ټولني مشرانو ته دوه ورځنی روزنه ورکول سول

ما شومانو ته د تعلیم زمينه برابرول، په ماشومانو شاقه یا سخت کارونه نه ترسره کول، د ماشومانو کم سینه ودونو ته د پاي ټکی ايښودل او داسي نور د ماشوم د حقوقو او ساتني ټولنیز اړوند کمپاینونه وو.

د والدینو په ګډون ، د ټولني یو شمېر مشرانو، ملا امامانو او د ټولني عامو وګړو د ماشومانو د حقوقو دفاع په موخه وعدې وکړې او د ما شومانو د اړوند ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې تر خپله وسه پوري همکاري وښودل، ترڅو ماشومان په راتلونکي کښی د نوموړو ستونزو څخه خلاصون ومومي، خوشحاله او ښه راتلونکۍ ولري